افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیا ولایت د طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست د یوې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا پیښه تیره شپه د طوفان او برېښنا له امله رامنځته شوې ده.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د دې ولایت په جانی خیل ولسوالۍ کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د یوې ښځې په ګډون دوه نور ماشومان ټپیان شوي دي.
دغو طبیعي پیښو د ځاني زیانونو سربیره، مالي زیانونه هم اړولي دي، او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه ویجاړ شوي دي.