افغان غږ خبری آژانس: دغه عسکر د هارتز ورځپاڼې ته وویل چې "سدي تیمان"، چې د بئرالسبع ښار څخه ۳۰ کیلومتره جنوب ته موقعیت لري، "یو غمجن شکنجې کمپ" دی.
هغه د خپل نوم له څرګندولو پرته زیاته کړه: «ځینې فلسطینیان ژوندي کمپ ته ننوتل خو دوی له هغې څخه په کڅوړو کې راووتل.»
هغه ټینګار وکړ چې په دې کمپ کې د بندیانو مړینه نور د حیرانتیا خبره نه ده، بلکې هغه څه چې حیرانونکي دي د دوی ژوندي پاتې کیدل دي.
دغه اسراییلي عسکر وویل چې شکنجه او د بندیانو د حقونو سرغړونه په سیستماتیک ډول او د اسراییلي چارواکو په پوهه ترسره شوې، هغه زیاته کړه: "ما د جګړې ټپیان ولیدل چې په دې کمپ کې د اونیو لپاره ساتل کېدل، پداسې حال کې چې دوی وږي وو او هیڅ درملنه یې نه کوله."
هغه همدارنګه وویل چې فلسطیني بندیان په غیر انساني شرایطو کې ساتل کیږي او د کمپ قوماندان یې په حواله ویلي چې سدي تیمان زندان ته "هدیره" ویل کیږي.
هارتز همدارنګه د دغه سرتیري له قوله ویلي چې د کمپ ساتونکي بندیانو ته د تشناب کارولو اجازه هم نه ورکوي.
هغه ټینګار وکړ چې په دې کمپ کې ډیری بندیان ملکي وګړي دي او هیڅ ډول وسلې یې نه درلودې.
د خوشې شویو فلسطیني بندیانو، په کمپ کې د موجودو اسراییلي ډاکټرانو او همدارنګه د اسراییلي رسنیو راپورونه او شهادتونه ښیي چې په سدي تیمان زندان کې بندیان د شکنجې، لوږې، د طبي پاملرنې نشتوالي او حتی مرګ له مختلفو بڼو سره مخ شوي دي.
د دې شکنجې په پایله کې، په دې زندان کې لږ تر لږه ۳۶ فلسطینیان شهیدان شوي دي. خو، تېر سپتمبر کې، د اسراییلو سترې محکمې د بشري حقونو سازمانونو لخوا د کمپ د تړلو غوښتنه رد کړه، او ادعا یې وکړه چې حکومت مکلف دی چې "هلته قانون مراعات کړي."
د تېر کال په اسد میاشت کې، د اسراییلو ۱۲ تلويزيون د لومړي ځل لپاره د زندان څخه یوه افشا شوې ویډیو خپره کړه چې د فلسطیني بندیانو د جنسي تیري ښکارندویي کوي، چې په ټوله نړۍ کې یې لوی جنجالونه راوپارول.
څه موده وروسته، کله چې د اسراییلو پوځي مفتشین "سدي تیمان" ته د ننوتلو په حال کې وو، لسګونه سخت دریځي صهیونیسټان، چې د "مذهبي صهیونیزم" ګوند څخه لکه "زفي سوکوت" او د لیکود څخه "نسیم فاتوري" په څیر کسانو په مشرۍ، د زندان مخې ته راټول شول او له مفتشینو سره یې شخړه وکړه.
خو پلټونکي بالاخره سدي تیمان زندان ته ننوتل او د شکنجې د وحشتناکې کچې حیرانونکي اړخونه څرګند شول، که څه هم د تفتیش بشپړ راپور هیڅکله خپور نه شو.