دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 315348
په بغلان کې د موټر چپه کېدو له امله ۴ کسان مړه او ۳ نور ټپیان شول
د بغلان ولایت د ترافیکو مدیریت اعلان کړی چې په دې ولایت کې د پاسو موټر د چپه کېدو له امله دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بغلان ولایت د ترافیکو مدیریت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې دا پیښه د پلخمري ښار په شهر نو سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې موټر د ډیر سرعت له امله لومړی د سړک غاړې د بریښنا ستنې سره ټکر وکړ، بیا یې د موټر چلوونکي کنټرول له لاسه ورکړ او په پایله کې له سړک څخه ووت او په یوه ویاله کې ولوېد.

د خبرپاڼې له مخې، د پېښې ټپیان د درملنې لپاره د پلخمري مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي.

د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اشارو نشتوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په هیواد کې د ترافیکي پیښو عوامل بلل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د میدان وردګو ولایت د ترافیکو مدیریت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې هغه موټر چلوونکي چې په غیرقانوني سرعت موټر چلوي، موټر به یې ضبط شي او د یوې میاشتې لپاره به په بند محکوم شي.
https://avapress.com/vdcjxietouqevtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته