دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۱۵:۳۵
د مطلب کود : 315349
په غزني کې د راستنیدونکو کډوالو لپاره د دوهمې استوګنځي پرانیستل
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې په غزني ولایت کې د راستنیدونکو کډوالو لپاره د شاوخوا شپږ زره جریبه ځمکې په پوښښ سره دوهم استوګنځای پرانیستل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه، د ثور ۲۰مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د غزني ولایت په مرکز کې د راستنیدونکو کډوالو لپاره دوهم ښارګوټی د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې پرانستل شو، چې په کې به شاوخوا شپږ زره جریبه ځمکه د کډوالو لپاره ځانګړې شي او په شفاف ډول به د استوګنې لپاره وویشل شي.

په دې مراسمو کې د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ښاري پراختیا او کور جوړونې سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني، د غزني والي ملا عبدالصمد جاوید او یو شمیر نورو چارواکو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

مولوي عبدالسلام حنفي په مراسمو کې زیاته کړه: د شپږ زره جریبه ځمکې د ویش پروسه پیل شوې او په شفاف ډول به کډوالو ته وویشل شي.

همدارنګه، د غزني د پولیسو قوماندان مولوي مخدوم محمد عالم وویل: "دا د خوښۍ ځای دی، ځکه چې زموږ هیواد خپلواک او خوندي دی، او د کډوالو ستونزې به حل شي."

د مراسمو په تعقیب، د ښاري پراختیا او کور جوړونې سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني وویل چې هرې کورنۍ ته به د غړو شمیر پورې اړوند له 5 څخه تر 15 جریبه ځمکه ورکړل شي.

په مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي چې د غزني د کډوالو چارو رییس مولوي مطیع الله عرب وايي چې تر اوسه پورې ۲۵۰۰ کورنۍ ثبت شوي او د دوی اساسي اړتیاوې پوره شوې دي.
https://avapress.com/vdcaymneo49n6e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته