افغان غږ خبری آژانس: په یوه ناڅاپي تحول کې او د پراخو ډیپلوماتیکو هڅو وروسته، هند او پاکستان په رسمي ډول په فوري اوربند موافقه وکړه. دا خبر لومړی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوې ادعا له مخې په رسنیو کې خپور شو او بیا د دواړو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو لخوا تایید شو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار په رسمي ډول د ایکس ټولنیزې شبکې په یوه پیغام کې د دې تړون اعلان وکړ، او لیکلي یې دي: «پاکستان او هند په فوري اوربند موافقه کړې ده. پاکستان تل په سیمه کې د سولې او امنیت لپاره هڅه کړې، پرته له دې چې خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا له لاسه ورکړي.»
د دغه پیغام له خپریدو څو دقیقې وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارک روبیو هم په یوه جلا بیان کې دا تړون تایید کړ. هغه اعلان وکړ چې هغه او د امریکا مرستیال ولسمشر په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د هند او پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره نږدې تماس کې وو او د دې اعلان څخه یې رضایت څرګند کړ چې دواړه حکومتونه په فوري اوربند موافقه کړې ده.
څو ساعته وروسته، د هند د بهرنیو چارو وزارت هم په رسمي ډول د اوربند تړون تایید کړ. په اعلامیه کې ویل شوي چې له پاکستان سره موافقه شوې چې نن (د ۲۰۲۵ کال د می ۱۰مه) په ځايي وخت د ماښام ۵ بجې اوربند پیل کړي.
په عین حال کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار په تکميلي څرګندونو کې اعلان وکړ چې شاوخوا 30 هیوادونو د هند سره د نښتو د بندولو لپاره په فعاله ډیپلوماتیکو هڅو کې برخه اخیستې، چې دا په سیمه کې د دوو اټومي قدرتونو ترمنځ د اړیکو د اوسني وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې ژوره اندیښنه په ګوته کوي.
د اوربند دا تړون، چې د څو ورځو تاوتریخوالي او سرحدي نښتو وروسته راځي، په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو او ثبات راوستلو لپاره د امید یوه څرک راوړی دی. د اوربند د شرایطو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو خبرو اترو نور جزئیات لا نه دي خپاره شوي، خو دا تړون د تاوتریخوالي د کمولو په لور د یو مهم ګام په توګه لیدل کیږي.