دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۲۰:۱۲
د مطلب کود : 315377
د پاکستان له زندانونو څخه ۱۲۲ افغان بندیان خوشې شول
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې ۱۲۲ افغان بندیان د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي او هیواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې ۱۲۲ افغان بندیان چې د پاکستان په زندانونو کې وو، خوشې شوي او هیواد ته راستانه شوي دي.
 
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي دفتر د نوم لیکنې او داخلې کمیټې په وینا، یاد شوي کسان د پاکستان په بیلابیلو برخو کې نیول شوي او له یوې څخه تر دریو ورځو پورې په زندانونو کې ساتل شوي دي.
 
په بیان کې ویل شوي چې دوی د نوم لیکنې او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي کورونو ته لیږدول شوي دي.
 
د یادونې وړ ده چې ۲۳ افغان کډوال چې په پاکستان کې بندیان وو، خوشې او هیواد ته راستانه شوي دي.
https://avapress.com/vdcbzsbfzrhb8fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته