دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۲۰:۲۵
د مطلب کود : 315382
په هرات او فراه کې له ۲۰۰ ټنو څخه زیات بې کیفیته خواړه او درملو ته ور ورته شو
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په هرات او فراه ولایتونو کې یې ۲۱۰ ټنه بې کیفیته خواړه او درمل له ښاري سیمو څخه راټول کړي او سوځولي او له منځه وړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه، د ثور ۲۰مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو ادارې لخوا د ترسره شوي لس میاشتني څارنې په موده کې، د دې ولایت د صنعتي ښارګوټي د خوړو او درملو مرکزونو څخه ۱۵۰ ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خواړه او درمل راټول شوي وو، چې د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې له منځه یوړل شول.
 
له بلې خوا، د فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام د ۷۰ ټنه بې کیفیته خوړو او درملو د سوځولو پر مهال وویل: "د ولایت د عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو څانګې لخوا د ترسره شوي شپږو میاشتو څارنې د پایلو پر بنسټ، ۷۰ ټنه مختلف بې کیفیته او تاریخ تېر خواړه او درمل، چې ۳۰ ټنه یې درمل او ۴۰ ټنه نور یې خوراکي او غیر خوراکي توکي وو، د فراه له مرکزونو څخه راټول او له منځه یوړل شول."
 
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت د خلکو د روغتیا او هوساینې د ساتنې په هدف د درملو او خوراکي توکو د پلورنځیو څارنه زیاته کړې ده.
https://avapress.com/vdch6mnxi23nzxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته