دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۱۶:۵۲
د مطلب کود : 320444
په میدان وردګو کې د ۳۹ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د څلورو شبکو د جوړولو کار پیل شو
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې په میدان وردګو ولایت کې د شاوخوا ۳۹ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د څلورو شبکو د جوړولو کار پیل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په غونډۍ، ګلاب خیل، خواجه انګور او کرکت کلیو کې د اوبو رسولو د څلورو شبکو د جوړولو کار د شاوخوا ۳۹ میلیون افغانیو په ارزښت د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لارې پیل شو. دی.
 
په بیان کې ویل شوي چې په دې شبکو کې د اوبو د څلورو زیرمو جوړول چې د ۳۰، ۴۰ او ۷۰ متر مکعب ظرفیت لري، د ۵۲۹ اوبو پمپونو نصبول او د ۳۲ کیلومتره روان پایپونه شامل دي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې شبکو د جوړولو په جریان کې، لسګونو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شوې ده او د دوی په بشپړیدو سره به د ولسوالۍ ۲۷ زره ۷۳۴ اوسیدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.
 
 
دا پروژې د چک ولسوالۍ په بیلابیلو برخو کې پلي کیږي او موخه یې د ځایی اوسیدونکو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرول دي.
https://avapress.com/vdcc0xq102bqi08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته