افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، د سرطان ٩مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې راپور ورکړ چې د ترسره شویو ۳۱۷۰ جراحي عملیاتو څخه، ۲۱۱۱ لوی جراحي او ۱۰۵۹ کوچني جراحي عملیات وو. دا ټول عملیاتونه د تجربه لرونکو او متخصصو افغان ډاکټرانو لخوا په بریالیتوب سره وړیا ترسره شوي دي.
خبرپاڼه دا هم زیاتوي چې د بدخشان ولایتي روغتون کې، ۹۳۳،۳۷۲ ناروغانو ته وړیا بهرنۍ خدمتونه (OPD) او ۳۰،۵۴۴ ناروغانو ته وړیا داخلي خدمتونه (IPD) چمتو شوي دي.
په دې عملیاتو کې د جراحي مختلف ډولونه شامل دي او د ځانګړو داخلي ټیمونو په هڅو ترسره شوي دي.