افغان غږ خبری آژانس: وزارت زیاته کړه چې د مارچ په ۱۸مه د جګړې له بیا پیل او د صهیونیسټ رژیم د یرغل راهیسې، ۶۲۰۳ فلسطینیان شهیدان شوي او ۲۱۶۰۱ نور ټپیان شوي دي.
د دې راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د اسراییلو د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې د شهیدانو ټولټال شمېر ۵۶،۵۳۱ کسانو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر ۱۳۳،۶۴۲ ته رسېدلی دی. په بیان کې دا هم ویل شوي چې په غزه کې د شهیدانو ګڼ شمېر جسدونه لا هم ورک دي او تر کنډوالو لاندې دي، او هغوی ته لاسرسی ممکن نه دی.