افغان غږ خبری آژانس: د دې اونۍ په لومړۍ لوبه کې، چې د مازدیګر په ۴:۰۰ بجو ترسره شوه، زیتون FC وتوانید چې د غوره فعالیت سره د FC آریا فورج ته ۴:۱ ماتې ورکړي.
پدې لوبه کې، د زیتون FC ستوری حبیب حبیبي د خپلې غوره فعالیت سره د ډګر غوره لوبغاړی وټاکل شو.
په دویمه لوبه کې، چې د ماښام په ۶:۰۰ بجو پیل شوه، د ظاهر اسد او جوان میهن ټیمونو ترمنځ یوه مهمه کیپیټل ډربي وشوه، چې د ۲:۲ مساوي پای ته ورسیده.
په دې زړه راښکونکې لوبه کې، د جوان میهن لوبډلې څخه نورالله نظري د خپلې اغیزمنې او پرېکنده فعالیت سره د ډګر غوره لوبغاړی معرفي شو.
د نهمې اونۍ مهالویش به د دې اونۍ د پنځمې او وروستۍ لوبې سره دوام وکړي، او دا سه شنبه، د اتحاد او دیارد سنايي لوبډلې به د ماښام په ۶:۰۰ بجو سره مخامخ شي.