افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اولمپیک، فزیکي زده کړې او سپورت عمومي ریاست مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه، د سرطان 10مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې په بادغیس ولایت کې د فوټبال غوره لیګ سیالیو د پیل اعلان وکړ.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د اتو ټیمونو ترمنځ دا سیالۍ به د فوټبال فدراسیون او د بادغیس ولایت د فزیکي زده کړې او سپورت ریاست په همکارۍ د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې ترسره شي.
ویل کیږي چې د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې، د اتحاد ټیم د میهان ابکمري ټیم ته د ۵:۱ په نمره سره ماتې ورکړه او بریا یې ترلاسه کړه.