افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه، د جولای لومړۍ) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې په کابل ولایت کې د ۱۰ میلیونه افغانیو څخه زیاتو په ارزښت د ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوې ده.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د کاریز خشک لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د ۱۰.۵ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت او د پوهنې وزارت د یو همکار بنسټ په مرسته جوړه شوې ده.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، ودانۍ د کابل ولایت د پوهنې ریاست د رییس او چارواکو په ګډون د مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه او په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پوهنې وزارت زیاته کړه چې دا ودانۍ شپږ درسي خونې، یوه دفتري خونه، د احاطې دیوال، د لمریزې برېښنا سیسټم، د څښاک پاکو اوبو اسانتیاوې، او یو شمیر نور اړین اسانتیاوې لري چې د زده کونکو لپاره د زده کړې خوندي چاپیریال چمتو کوي.
د یادونې وړ ده چې د پوهنې سرپرست وزیر د هغو ادارو او بنسټونو مالي مرستې څخه مننه کړې چې له وزارت سره همکاري کوي.