افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات والي شیخ نور احمد اسلامجر د مختلفو غرفو څخه د لیدنې پرمهال د دې زده کونکو د هڅو او نوښتونو ستاینه وکړه. هغه په نندارتون کې د ځوانانو د نوښتونو ملاتړ وکړ او ویې ویل: "د داسې لاسته راوړنو سره، ځوانان ښیي چې افغانستان د انجینرۍ او ټیکنالوژۍ په برخه کې د ځان بسیاینې وړتیا لري."
د هرات پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي رییس پروفیسور پاسون عارفي وویل چې د دې نندارتون د جوړولو موخه د زده کونکو عملي وړتیاوې معرفي کول او د دوی تخلیقي وړتیا لوړول دي. هغه زیاته کړه چې په دې نندارتون کې د میکاټرونیک، ساختماني او ښاري پراختیا په برخو کې له ۳۰ څخه زیاتې پروژې نندارې ته وړاندې شوې وې.
د کورنیو چارو وزارت د داخلي امنیت عمومي رییس مولوي سلطان محمد مفکر هم د دښمنانو په وړاندې د عصري ټیکنالوژۍ پر اهمیت او د هیواد د عصري ټیکنالوژۍ سره د سمبالولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
دا نندارتون، چې له اتو کلونو وروسته د دریم ځل لپاره په هرات کې جوړېږي، درې ورځې به دوام وکړي.