افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د والي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دواړو خواوو د کډوالو د تدریجي راستنیدو، د شته ستونزو حل او د پولې هاخوا کډوالو لپاره د اړینو اسانتیاوو رامینځته کولو په ګډون د مهمو مسلو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
د هرات والي د همکارۍ د ستاینې په ترڅ کې، د کډوالو د چارو په مدیریت کې د رغنده تعامل، ښه ګاونډیتوب او متقابل درناوي پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه د کډوالو د تدریجي راستنیدو په پروسه کې د هرات د سیمه ییزې ادارې او ایراني چارواکو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا غوښتنه هم وکړه.
خبرپاڼه زیاته کړه؛ په بدل کې، د مشهد والي او د کډوالو د ادارې عمومي رییس په ګډون ایراني چارواکو د هرات والي ته ډاډ ورکړ چې په سرحدي سیمه کې په موقتي کمپونو کې د اړینو اسانتیاوو د رامنځته کولو او د کډوالو د باعزته او تدریجي راستنیدو لپاره مناسب چاپیریال چمتو کولو لپاره به همکاري دوام ولري.
په دې وروستیو ورځو کې، له ایران څخه د کډوالو یوه لویه څپه افغانستان ته ننوتلې ده.