دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۲۱:۱۸
د مطلب کود : 320560
غور کې د ماین چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي
د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د بین بند په سیمه کې د ماین چاودنې له امله د یو ماشوم په ګډون دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: سیمه ییزو سرچینو راپور ورکړی چې دا پیښه نن (سه شنبه، د سرطان ۱۰مه) هغه وخت رامنځته شوه کله چې ملکي وګړي د خپلو څارویو سره له سړک څخه تیریدل.
 
د راپورونو له مخې ټپي شوی سړی د درملنې لپاره د غور ولایتي روغتون ته وړل شوی دی. ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
ورته پېښې مخکې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې رامنځته شوې دي.
https://avapress.com/vdcb0gbfgrhb5sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته