افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بغلان ولایتي قوماندان مطبوعاتي دفتر نن (چهارشنبه، د جولای 2مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې د مخدره توکو له کښت څخه د ځمکو د ویجاړولو او پاکولو په اړه اعلان وکړ.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د بغلان ولایت د پولیسو د قوماندانۍ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست د دې ولایت په تاله او برفک او جلګه ولسوالیو کې د کوکنارو تر کښت لاندې شاوخوا ۱۲ جریبه ځمکه د ویجاړولو او پاکولو اعلان وکړ.
د دې عملیاتو په جریان کې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په تاله او برفک ولسوالیو کې ۵ جریبه او د جلګه ولسوالۍ کې ۷ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.
د ولایت سیمه ییزو چارواکو ټینګار کړی چې دا اقدامات به په کلکه دوام وکړي او تر هغه چې په ټول بغلان ولایت کې د کوکنارو د کښت بشپړ له منځه وړل نه وي شوي دوام به ولري.