افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن (چهارشنبه، د جولای ٢) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې دا خبر اعلان کړ. دا پروژه، چې د جوزجان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لارې پلي کیږي، د ۸۰ متره ژورې څاه کیندل، د ۴۰ متر مکعب ظرفیت لرونکي د اوبو زیرمه جوړول، او د ۲۰ کیلومتره پایپونو غځول شامل دي.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژې د پلي کولو په جریان کې، لسګونو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شوه، او د بشپړیدو سره به یې د ۳۰۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو برابرولو سربیره، د سیمه ایزو زیربناوو په پراختیا کې هم مرسته وکړي.