دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۱۲:۲۹
د مطلب کود : 320714
ملګري ملتونه: د غزې ډېره برخه له نفوسه خالي شوې ده
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر نن سهار (پنجشنبه) وویل چې د اسراییلي پوځ د وتلو امر فلسطینیان د غزې کوچنیو سیمو ته اړ باسي.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر نن سهار (پنجشنبه، د جولای ۳مه) یو ځل بیا په غزه کې د بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړ.
 
دغه سازمان په یوه بیان کې ویلي، "د غزې شاوخوا ۸۵ سلنه ځمکه اوس مهال د تخلیې امرونو یا په پوځي سیمو کې ده."
 
الجزیرې د بیان په حواله راپور ورکړ: "د غزې په جنوبي تړانګه کې د خان یونس ښار کې د اوبو د ویش اصلي مرکز د اسراییلو د وتلو امر له امله پرې شوی دی."
 
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په دوام وویل: "د [خان یونس د اوبو] زیرمې ته هر ډول زیان د ښار د اوبو د ویش اصلي سیسټم د سقوط لامل کیدی شي."
 
د راپور له مخې، په بیان کې ویل شوي: "[د اسراییلي پوځ] د وتلو امرونه په غزه کې په حیاتي خدماتو باندې د پام وړ فشار راوړي او په زیاتیدونکي توګه خلک د غزې خاورې کوچنیو سیمو ته اړ باسي."
https://avapress.com/vdccsxq102bqim8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته