دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۱۹:۳۰
د مطلب کود : 320768
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نوی سرپرست وزیر معرفي شو
حمدالله نعماني نن (پنجشنبه) د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د نوي سرپرست په توګه معرفي شو او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د وزارت ویاند عنایت الله الکوزي دا خبر په خپل اکس پاڼه کې خپور کړ.
 
تر دې مخکې، نجیب الله حیات حقاني دا څوکۍ درلوده.
 
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې مولوي حمدالله نعماني چې د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت د وزیر په توګه دنده ترسره کوله، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د نوي وزیر په توګه وټاکل شو.
 
همدارنګه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر مولوي نجیب الله حقاني د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزیر په توګه وټاکل شو.
https://avapress.com/vdcb0gbfwrhb5zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته