دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۲۱:۰۸
د مطلب کود : 320776
روسیې اسلامي امارت په رسمیت وپیژانده
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې روسیې اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې اعلان شوی چې په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف نن د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې د اسلامي امارت د حکومت د په رسمیت پیژندلو په اړه د مسکو پریکړه په رسمي ډول اعلان کړه.
 
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د روسیې سفیر دا پریکړه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په لور "تاریخي ګام" وباله.
 
دا خبر په داسې حال کې خپور شو چې د اسلامي امارت نوي سفیر نن د خپل باورلیک یوه کاپي روسیې ته وسپارله.
https://avapress.com/vdca0wnei49nu01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته