افغان غږ خبری آژانس: د عامې روغتیا وزارت نن اعلان وکړ چې په دې غونډه کې د مالیې او ادارې مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت او د دفتر عمومي رییس شیخ محمد طاهر حلیم هم ګډون کړی و او دوی د نیمه لوړو طبي زده کړو کیفیت، د تعلیمي سیسټم ښه کولو، د خصوصي سکتور معیاري کولو، د ازموینې په پروسه کې شفافیت او یو شمیر نورو اړینو مسلو په اړه بحث وکړ.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیايي خدماتو د ښه کولو او د نیمه لوړو طبي زده کړو د سیستم د معیاري کولو پر اړتیا ټینګار وکړ، او چارواکو ته یې لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې د معیاري کولو او شفافیت زیاتولو لپاره جدي اقدامات وکړي.