افغان غږ خبری آژانس: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن اعلان وکړ چې په دې غونډه کې دواړو خواوو د روغتیا په برخه کې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د همکارۍ، د علمي کارمندانو د ظرفیت لوړولو، د اتاترک روغتون کې د خدماتو پراخولو او په دې روغتون کې د ځانګړو او اړینو څانګو د جوړولو، په هیواد کې د درملو د سیسټم د ارزونې، د بیړنیو او اړو ناروغانو لپاره د ځانګړو څانګو د اسانتیاوو او په بیلابیلو روغتیايي سکتورونو کې د همکارۍ په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
په دې غونډه کې، مولوي نور جلال جلالي د روغتیا په برخه کې د ترکیې د دوامداره همکارۍ ستاینه وکړه، او په دې برخه کې یې نورې همکارۍ ګټورې وبللې.