افغان غږ خبری آژانس: د حماس غورځنګ په یوه رسمي اعلامیه کې اعلان وکړ چې دوی د غزې په اړه د اسراییلي رژیم د بریدونو د بندولو لپاره د منځګړو وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړی او چمتو دی چې سمدلاسه د تړون چوکاټ پلي کولو لپاره خبرې اترې پیل کړي.
د رسنیو لخوا د خپرو شویو جزیاتو له مخې، د ۶۰ ورځني اوربند تړون د امریکا د ولسمشر لخوا تضمین شوی او موخه یې د تاوتریخوالي کمول او د غزې خلکو ته د بشري مرستو لیږلو ته لاره هوارول دي.
د تړون په چوکاټ کې د بندیانو د تبادلې جزئیات:
د اوربند په لومړۍ ورځ: د ۸ ژوندیو اسراییلي بندیانو خوشې کول.
اوومه ورځ: د پنځو جسدونو سپارل.
۳۰مه ورځ: د پنځو نورو جسدونو سپارل.
۵۰مه ورځ: د دوو ژوندیو بندیانو خوشې کول.
شپیتمه ورځ: د اتو نورو جسدونو سپارل.
د بندیانو د تبادلې سربیره، د تړون له پلي کیدو وروسته به پراخه بشري مرستې هم غزې ته واستول شي. دا مرسته به په لویه کچه د ملګرو ملتونو او د فلسطین د سرې میاشتې په څیر چینلونو له لارې وویشل شي، لکه د جنوري د ۱۹، ۲۰۲۵ د تړون سره سم.
تر دې مخکې، یوه فلسطیني چارواکي رویټرز ته ویلي وو چې د اوربند وړاندیز ته د حماس ځواب مثبت و او کولی شي یوې موافقې ته رسیدو کې مرسته وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیو جرسي ته په لاره کې د حماس د پریکړې هرکلی وکړ او ویې ویل: "دا ښه ده چې حماس په غزه کې وړاندیز شوي اوربند ته مثبت ځواب ورکړی دی." "دا تړون کېدای شي په دې اونۍ کې لاسلیک شي." هغه دا هم ټینګار وکړ چې تر اوسه یې د خبرو اترو د وضعیت په اړه بشپړ راپور نه دی ترلاسه کړی، خو امریکا چمتو ده چې غزې ته پراخې مرستې واستوي.
په عین حال کې، د غزې روغتیايي سرچینو اعلان وکړ چې له نن سهار راهیسې د غزې په مختلفو سیمو د اسراییلي رژیم بریدونو ۱۹ کسان شهیدان کړي دي. په ورته وخت کې، رسنیو د لبنان په جنوب کې د نبطیه په ولایت کې په یوه کور او موټر د اسراییلو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو راپور ورکړ، چې په پایله کې یې یو کس شهید او درې نور ټپیان شول.