افغان غږ خبری آژانس: د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د عاشورا د ورځې په مناسبت د امام حسین (ع) د قربانیو یادونه وکړه.
هغه په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې لیکلي: "په سمه لاره د دریدو سره، امام حسین (ع) خلک وهڅول چې د ستونزو په وړاندې د حق دفاع وکړي."
په عین حال کې، نیلسن منډیلا، چې نن ورځ د آزادو خلکو او د اپارټايډ ضد غورځنګ د مشر او د تور پوستو د حقونو د دفاع د سمبول په توګه یادیږي، د امام حسین (ع) د نفوذ په اړه وايي: ما له شلو کلونو څخه ډیر په زندان کې تیر کړل. یوه شپه، ما پریکړه وکړه چې ځان د حکومت لخوا ټاکل شویو ټولو شرایطو ته تسلیم کړم (او نور د آزادۍ په لټه کې نه شم). خو ناڅاپه مې د امام حسین (ع) او د کربلا پاڅون را په یاد شو، او امام حسین ماته د حق او آزادۍ لپاره د ودریدو ځواک راکړ، او ما همداسې وکړل.
د مختلفو شالید لرونکو مشرانو دا څرګندونې د عاشورا د تعلیماتو او د امام حسین (ع) د غورځنګ د نړیوالتوب په اړه پیغام ورکوي.