دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۱۴:۴۴
د مطلب کود : 323182
یوناما په هیواد کې د اقلیم بدلون سره د مبارزې لپاره د بیړني اقدام غوښتنه کوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په هیواد کې د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره د بیړني اقدام غوښتنه کړې، او ویلي یې دي چې افغانستان تر ډیره حده د انرژۍ په نړیوال انقلاب پورې تړلی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې او د بشري مرستو همغږي کوونکې، اندرا راتوات، نن (یکشنبه، د اسد ٥مه) په یوه ویډیو پیغام کې وویل چې افغانان دا مهال له سختې وچکالۍ سره مخ دي.
 
راتوات زیاته کړه، "د اقلیم د بدلون د یو له اصلي قربانیانو په توګه، د افغانستان راتلونکی تر ډیره حده د انرژۍ په نړیوال انقلاب پورې اړه لري."
 
افغانستان، چې د لسیزو جګړو، اقتصادي او بشري بحرانونو له امله زیانمن شوی، اوس د نړۍ د هغو لسو هیوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون د پایلو په وړاندې تر ټولو زیانمنونکي دي.
 
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټیرس تېره سې شنبه د "نوي انرژۍ دور" غوښتنه وکړه، او د فوسیلي سونګ توکو څخه د نوي کیدونکي انرژۍ ته د عادلانه لیږد هرکلی یې وکړ.
 
د ملګرو ملتونو مختلفو ادارو تل په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
https://avapress.net/vdcevx8xwjh8wzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته