دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۰ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 32602
ولسمشر کرزی د سارک په ۱۷ مه غونډه کې ګډون کوي
د ولسمشر کرزي ویاند وایي، چې حامد کرزی به د غونډې په څنډه کې د سارک د غړیو هیوادونو له مشرانو سره جلا جلا ناستې هم ولري.
ټاکل شوې ده، چې افغان ولسمشر د سارک یا د جنوبي اسیا د همکارۍ د ټولنې په اوولسمه غونډه کې، چې په مالډیف کې جوړیږي ګډون وکړي.

د ولسمشر کرزي ویاند وایي، چې حامد کرزی به د غونډې په څنډه کې د سارک د غړیو هیوادونو له مشرانو سره جلا جلا ناستې هم ولري.

حامد علمي د دې غونډې د اجنډا په اړه ازادۍ راډيو ته وویل، چې ټاکل شوې ده، د سارک دوه ورځنۍ غونډه سبا په مالدیف کې پرانیستل شي.

د سارک ټرون په نولس سوه پنځه اتیایم میلادي کال کې د بنګله دیش د هغه مهال د ولسمشر ضیاء الرحمان په نوښت جوړ شو او په خپله بنګله دیش، هند، پاکستان، بوټان، مالدیف، نپال او سریلانکا یې په پیل کې غړیتوب ترلاسه کړ. افغانستان په دوه زره پنځم میلادي کال کې د دې تړون غړی شو.
سرچينه : افغان غږآژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauine.49nuw1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته