افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د دې ادارې د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د شري ناروغۍ پیښې د تیر کال په پرتله زیاتې شوي دي. د دې زیاتوالي لامل په سم وخت کې د واکسین نه پلي کول، د عامه پوهاوي کموالی او د واکسین کولو په برخه کې د ځینو والدینو بې علاقه ګي ده.
همدارنګه، په دې موده کې د کندوز ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د شري ناروغۍ له امله شاوخوا ۳۰ مړینې ثبت شوې دي.
شری یوه ډیره ساري ویروسي ناروغي ده چې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو کې ډیره عامه ده او د تبې، ټوخي، د پوستکي د خارش او د سترګو د التهاب په څیر نښې نښانې لري. دا ناروغي د واکسین کولو سره د مخنیوي وړ ده.