افغان غږ خبری آژانس: په کابل کې د افغانستان سفارت په یو شمیر ختیځو ولایتونو کې د تیرې شپې د زلزلې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
سفارت په یوه بیان کې ویلي چې جاپان وضعیت څاري او د زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره چمتو دی.
په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې ماموریت د هیواد په ختیځو ولایتونو کې د تیرې شپې د ویجاړونکې زلزلې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
اتحادیې وویل چې د دوی بشري شریکان په فعاله توګه د قربانیانو سره د حیاتي مرستو په چمتو کولو کې په ساحه کې وو.
اروپايي اتحادیې هم ډاډ ورکړی چې دوی په بشپړ پیوستون کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د تیرې شپې د زلزلې له قربانیانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده چې د هیواد په ختیځو ولایتونو کې وشوه.
یوناما په یوه پوسټ کې ویلي چې د دوی د بیړنیو مرستو ټیمونه به د ځمکې له لارې زیانمنو سیمو ته ورسیږي او زیانمنو کورنیو ته به اړینې مرستې ورسوي.
د لومړنیو شمېرو له مخې، د تېرې شپې په زلزله کې چې په ختیځو ولایتونو کې وشوه، زرګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. د اسلامي امارت د چارواکو په وینا، د خاورو او خځلو لاندې د بند پاتې شویو خلکو د شمېر له امله به د شهیدانو او ټپیانو شمېر زیات شي.