افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا پروژه د زابل د انرژۍ او اوبو د رئیس او یو شمیر سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پرانیستل شوه.
د بیان له مخې، دا پروژه چې ۳ میلیونه ۱۶۴ زره ۵۲۰ افغانۍ لګښت لري، د UNDP لخوا تمویل کیږي او د زابل د انرژۍ او اوبو د ریاست تر څارنې لاندې به ترسره شي.
په بیان کې دا هم ویل شوي چې د بند د جوړولو هدف د سیلابونو د خطرونو کمول، د ځمکې لاندې اوبو تغذیه کول، د څاګانو د اوبو رسولو زیاتوالی او د اوبو رسولو په سکتور کې د ځایی اوسیدونکو ستونزې حل کول دي.