دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۰۷
د مطلب کود : 32723
کرزي او جنرال جان الين په لغمان کې پرونۍ چاودنه وغندله
”دغه بريد د ملکيانو ژوند ته د سخت دريځو وسلوالو بشپړه بې احترامي څرګنده کړه، په تېرو اوونيو کې موږ وليدل چې زيات ملکي افغانان د طالبانو په لاس ووژل شول.”
ولسمشر حامد کرزي او په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الين په لغمان کې پرونۍ چاودنه وغندله.

د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي د فتر په يوه خبرپاڼه کې د ښاغلي الين له خولې ويل شوي:

”دغه بريد د ملکيانو ژوند ته د سخت دريځو وسلوالو بشپړه بې احترامي څرګنده کړه، په تېرو اوونيو کې موږ وليدل چې زيات ملکي افغانان د طالبانو په لاس ووژل شول.”

د افغانستان ولسمشر کرزي هم دغه بريد غندلى او د افغانستان د دښمنانو کار يې بللى دى.

پرون د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې پر يوه مسافروړونکي بس بمي بريد وشو چې 9 تنه سورلۍ يې ووژل شوه. په وژل شوېو کې يوه ښځه او يو ماشوم هم شامل دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexf8x.jh8wwi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته