افغان غږ خبری آژانس - کابل: د طبیعي پیښو سره د چمتووالي او مخنیوي ملي ادارې مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د دې ادارې عمومي رییس ملا نورالدین ترابي د زلزلې قربانیانو ته د بیړنیو خدماتو د وړاندې کولو په موخه ۱۴ کاري کمیټې ټاکلي دي.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، ښاغلي ترابي وویل چې دا کمیټې په چټکۍ او سیستماتیک ډول د زلزلې قربانیانو ته د بیړنیو مرستو د وړاندې کولو لپاره جوړې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د هیواد په ختیځو ولایتونو کې د مرګونې او ویجاړونکې زلزلې له امله له ۸۰۰۰ څخه ډیر کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.