افغان غږ خبری آژانس – هرات: د فراه ښار په شپږمه ناحیه کې د پل د جوړولو پروژه پیل شوې ده. د چارواکو په وینا، دا پل د ۱۳ مترو په اوږدوالي، ۲۴ مترو په پراخوالي او ۳.۵ مترو په لوړوالي ډیزاین شوی او ټاکل شوې ده چې په څلورو نیمو میاشتو کې بشپړ شي.
د فراه ښاروال مفتي سردار محمد مرسد وویل چې د دې پل په جوړولو سره به د شپږمې ناحیې، د فراه مرکز او بکواه ولسوالۍ ترمنځ د ترافیکي ستونزې حل شي، په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې.
دا پروژه د فراه د ښاري زیربناوو د ښه کولو لپاره د پروګرامونو یوه برخه ده. د ښاري چارو متخصصین وايي چې د معیاري پلونو جوړول کولی شي د ترافیکي ستونزو په کمولو او د ترانسپورت په اسانتیا کې مهم رول ولوبوي.