افغان غږ خبری آژانس - هرات: په خبرتیا کې ویل شوي چې: هغه خلک چې دمخه یې سټیکرونه ترلاسه کړي یا د بانک فیس ورکړي او خپل موټرونه یې سپارلي دي باید ژر تر ژره د وروستي مرحلو بشپړولو لپاره مراجعه وکړي.
د هرات د ترافیکو پولیسو زیاته کړه چې هغه کسان چې لا تر اوسه یې خپل موټرونه نه دي ثبت کړي یا سټیکرونه ترلاسه کړي دي کولی شي خپل موټرونه د ترافیکو ریاست ته په مراجعه کولو سره ثبت کړي او سټیکرونه ترلاسه کړي.
دا هم ویل شوي چې؛ د دې پروسې لپاره وروستۍ نیټه محدوده ده او د هغې له پای ته رسیدو وروسته به هیڅ شکایت ونه منل شي. که چیرې د موټرو مالکین او مسافرین مراجعه ونه کړي، نو د دوی په وړاندې به قانوني او اصولي اقدام وشي.
دا اقدام د ښاري ترافیک جریان تنظیمولو او د قانوني اسنادو پرته د موټرو د فعالیت مخنیوي لپاره ترسره کیږي.