دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۰ ساعت ۱۸:۲۰
د مطلب کود : 32752
مشعل ؛ که طالبانو ته د جرګې امنیتي نقشه په لاس ورغلې وای، نه یې افشا کوله
وسله والو طالبانو پرون په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دودیزې لویې جرګې امنیتي پلان، نقشې او یو لړ نور مهم اسناد یې په ډېر مهارت ترلاسه کړي دي.
تاند - د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویندوی د طالبانو ادعا، چې د دودیزې لویې جرګې امنیتي پلان او نقشه یې ترلاسه کړې ده، رد کړه، ویې ویل طالبانو تبلیغاتي جګړه پیل کړې ده.

وسله والو طالبانو پرون په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دودیزې لویې جرګې امنیتي پلان، نقشې او یو لړ نور مهم اسناد یې په ډېر مهارت ترلاسه کړي دي.

خو د ملي امنیت د ریاست ویندوی لطف الله مشعل نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو دا ادعا چورلټ درواغ ده ځکه چې که هغوی ته دا پلان په ګوتو ورغلی وای هیڅکله به یې افشا کړی نه و.

ده ادعا وکړه چې طالبان د افغان او نړیوالو ځواکونو په وړاندې په جګړه کې ناکام شوي نو اوس دروغي ادعاوې او تبلیغاتي هلې ځلې کوي.
ښاغلي مشعل دا هم وویل چې څلور تنه ځانمرګي او یوه اندازه چاودېدونکي مواد یې نیولي دي.د مشعل په ادعا چاودېدونکي مواد په داسي پوشونو کې ځای پرځای شوي و چې ګومان کېده قرآنکریمونه دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي پر لویې جرګې حمله کوونکی یې نیولی

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي نن وویل چې یو تن یې له ډېرو چاودېدونکو موادو سره نیولی. د کورنیو چارو د وزارت د ویندوی په ادعا دغه کس غوښتل پر لویې جرګې حمله وکړي.

صدیق صدیقي رسنیو ته وویل : نیول شوي کس غوښتل چې د کابل پولیتخنیک پوهنتون ته ننوځي چې ټاکل شوې ده د چهارشنبې په ورځ پکې دودیزه لویه جرګه جوړه شي.
ده تر دې مخکې نن ویلي و چې د پکتیکا ولایت په سروزې (سرحوضې) ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد نیولی دی.تراوسه پوري طالبانو د افغان چارواکو له لوري د ذبیح الله مجاهد د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxu9w.ak9xn4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته