دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۰ ساعت ۱۳:۴۸
د مطلب کود : 32774
ذبیح الله مجاهد: هیچا نه یم نیولی، په خوندي ځای کې یم
رسنیو ذبیح الله مجاهد ته ټېلفون وکړ او له هغه یې د نیول کېدو په اړه وپوښتل نو ده په ډېره غوسه دا راپورونه رد کړل، ویې ویل:«زه دا ده له تاسو سره په ټېلفون خبرې کوم. زه جک جوړ او په یوه خوندي ځای کې یم.»
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، چې پرون یو شمېر افغان چارواکو د هغه د نیولو ادعا کړې وه، رسنیو ته وویل چې د افغان دولتي مقاماتو ادعا ناسمه ده.

د پکتیکا د والي ویاند او د کورنیو چارو وزارت ویندویانو ادعا کړې وه چې د پکتیکا په سروزې(سرحوضه) ولسوالۍ کې د یولړ عملیاتو په ترڅ کې ذبیح الله مجاهد له یوه بل طالب سره نیول شوی او د تحقیقاتو لپاره د ملي امنیت ریاست ته سپارل شوی دی.

که څه هم د ذبیح الله مجاهد په نوم او ټېلفون نمبر څو تنه له رسنیو سره خبرې کوي خو له اصلي مجاهد سره سره رسنیو تماس ونیوه او ثابته یې کړه چې دی نه دی نیول شوی.

کله چې رسنیو ذبیح الله مجاهد ته ټېلفون وکړ او له هغه یې د نیول کېدو په اړه وپوښتل نو ده په ډېره غوسه دا راپورونه رد کړل، ویې ویل:«زه دا ده له تاسو سره په ټېلفون خبرې کوم. زه جک جوړ او په یوه خوندي ځای کې یم.»

ذبیح الله مجاهد په عین حال کې ادعا وکړه:«هغه کسان چې په پکتیکا ولایت کې نیول شوي له موږ سره تړاو نه لري.دوی بېګناه ملکیان دي، ممکن د کابل د ګوډاکي حکومت ځواکونو مجبوره کړي وي چې ووايي طالبان دي او ذبیح الله مجاهد دی.»

د افغانستان په سرحدي سیمو کې افغان او نړیوال پوځي مقامات وايي چې ذبیح الله مجاهد یو تن نه دی بلکې څو تنه دي چې د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان خوا ته اوسي او ممکن کله ناکله دې لور ته راواوړي.

خبریالان هم دا تاییدوي چې د ذبیح الله مجاهد په نوم څو تنه له دوی سره تماس نیسي خو یو تن چې تل له رسنیو سره په دې نوم ږغېږي، هغه ثابته کړه چې نه دی نیول شوی.

خبریالان ذبیح الله مجاهد خورا فعال بولي او وايي چې د پېښو په باب ډېر ژر رسنیو ته ځواب وايي او د دې لپاره چې د خپل تحریک پیغام ژر ورسوي له بېلابېلو وسیلو لکه ایمیل، ایس ایم ایس او ټېلفون څخه ښه استفاده کوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcay0ne.49nu01xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته