دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۴۲
د مطلب کود : 32966
مشعل: د لويې جرګې سبوتاژوونکي مو نيولي
د ملي امنيت د عمومي رياست وياند لطف اله مشعل نن په کابل کې وويل، دغه نيول شوې ډلې د سيمې د هېوادونو له استخباراتو سره اړيکې لري:
د افغانستان د ملي امنيت رياست وايي د لويې جرګې د سبوتاژ په تور يې لس سخت دريځې ډلې نيولي دي.

د ملي امنيت د عمومي رياست وياند لطف اله مشعل نن په کابل کې وويل، دغه نيول شوې ډلې د سيمې د هېوادونو له استخباراتو سره اړيکې لري:

”څرنګه چې له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو تړون افغانستان د هغو هېوادونو له احتياجۍ څخه باسي چې غواړي افغانستان ورته اړ وي. دوى ټول په هماهنګ او منظم ډول د تروريستي ډلو ملاتړ وکړ. چې دغه لويه جرګه سبوتاژ کړي”

لويه جرګه تېره چهارشنبې تر سختو امنيتي تدابير لاندې په کابل کې پيل شوه او څلور ورځې روانه وه.
 
سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9n0s.yt0x96bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته