دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۶:۲۴
د مطلب کود : 33030
رویټرز: کانونه د افغانستان اقتصادي اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلی
افغان چارواکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د مس، وسپنې، تیلو، ګازو، سروزرو، سپینو زرو او یو شمیر نور زیرمو ارزښت درې نیم میلیارډه ډالرو ته رسیږي.
رویټرز خبري اژانس په یوه تحلیلي راپور کې ویلي چې د افغانستان اړتیاوو ته په پام سره د دغه هیواد کانونه په یوازې توګه مصارف نه شي پوره کولی.

په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي نو د افغانستان حکومت هلې ځلې کوي چې د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره له خپلو کورني منابع پیدا کړي.خو د افغان ځواکونو لګښت ملیارډونه ډالر اټکل کیږي.

د دې مصاروفو لپاره افغان حکومت غواړي چې پر معدنونو اتکا وکړي خو یو شمیر کسان شک څرګندوي چې دا زیرمې دې په راتلونکې کې د افغانستان امنیتي او اقتصادي ستونزې هوارې کړي.

د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د کانونو د راایستلو له لارې اقتصاد ښه کړي. خو تر مځکې لاندې زیرمې له هغو پیسو سره ډیر توپیر لري چې په بانکونو کې نقدې پرتې وي.

تشخیص، استخراج، د کار بشپړول، انتقال او خرڅلاو ډيرې پانګې ته اړتیا لري او ډير وخت غواړي دا د هغه هیواد لپاره اسانه نه ده چې په دوه زره څوارلسم کال کې ترې بهرني ځواکونه وځي او یوازې یې د امنیتي چارو لګښت پنځه میلیارډه ډالر په یوه کال کې اټکل شوی دی.

که چیرته د افغانستان د نورو عوایدو له لارې د پوځ او پولیسو معاشونه پوره شي، د کانونو عواید به بیا هم د افغانستان اقتصاد په پښو و نه دروي، ځکه چې یاغیان تاسیسات ورانوي، د تعلیم په برخه کې یې ستونزې جوړې کړې دي او داسې باور کیږي چې د بیکاري کچه به په دې هیواد کې څلویښت فیصدو ته لوړه شي.

رویټرز اژانس په دې اړه په کابل کې د سیاسي څیړونکو د یوه مرکز د مشر توماس رټینګ خبره رااخلي چې وایي، کانونه په افغانستان کې داسې دي لکه د سپینو زرو ګولۍ او یوازې افغان حکومت نه نړیواله ټولنه هم په همدې سترګه ورته ګوري. نوموړی زیاتوي، دا ښه خبره ده چې په افغانستان کې کانونه ډير دي، خو دا ضروري نه ده چې د معدنونو استخراج د عادي خلکو ژوند ښه کړي او ډير کله د یوه کمزوري حکومت په ساحه کې کانونه ممکن ډيرو شخړو ته لاره پرانیزي.

افغان چارواکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د مس، وسپنې، تیلو، ګازو، سروزرو، سپینو زرو او یو شمیر نور زیرمو ارزښت درې نیم میلیارډه ډالرو ته رسیږي.
له یوه کال راهیسې چې د سروزرو او مسو بیې تر بل هر وخت لوړې شوې دي د دغو کانونو اهمیت هم په نړۍ کې زیات شوی دی.
په افغانستان کې د کانونو په برخه کې ډير معلومات لاهم د شوروي اتحاد د وخت دي او ګڼ جیولوجستان په دې باور دي چې په دې برخه کې ډيرې سپړنې او تحقیق ته اړتیا شته.

یوه افغان امریکایی جیالوجست حسن الف رویټرز اژانس ته وویل، د افغانستان د کانونو په برخه کې د دقیقو معلوماتو لپاره منابعو ته ضرورت شته.

په کاناډا کې د معادنو د برخې یو قانونپوه مکلیوډ ډکسن وایي، په افغانستان کې وړې زیرمې هم په سلګونو ملیونو ډالرو ته ضرورت لري او د سترو معدنونو لګښت بیا ملیارډونو ته رسیږي او څوک د افغانستان په څیر هیواد کې چې امنیت ښه نه دی ډیره پانګونه نه کوي.

خو ډېره وېره په افغانستان کې د فساد له درکه ده.کارپوهان وايي په هغو هیوادونو کې چې فساد ډېر وي حکومتونه نه دي بریالي شوي چې له خپلو منابعو څخه د خپلو خلکو د فقر د کمولو لپاره سمه استفاده وکړي. دوی په دې برخه کې د نایجریا یادونه کوي چې د تېلو په غني سرچینو یې د نایجریا د خلکو د ژوند د کړاوونو په کموله کې مرسته نه ده کړې.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzz9w.ak9ww4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته