دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 33227
ډاکتر زاخېلوال: له ۲۰۱۴ وروسته مرستې او سیاسي ژمنې د بون د کنفرانس اصلي اجنډا ده
په دې کنفرانس کې به د نوي هیوادونو او بېلابېلو نړیوالو ټولنو- موسسو استازي له افغانستان سره پر اوږدمهالو مرستو خبرې وکړي.
د افغانستان د ماليې وزیر عمر زاخېلوال نن /د دوشنبې په ورځ/ وویل، له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې او سیاسي ژمنې به راتلونکې اوونۍ د جرمني د بون ښار د کنفرانس د اجنډا اصلي موضوعات وي.

د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې د ډاکترزاخېوال په وینا نړیوالې ټولنې مخکې لا تر ۲۰۱۴ کاله پوري، چې ټاکل شوې ده د ناټو حربي ځواکونه له افغانستانه ووځي، له دې هیواد سره د ملاتړ ژمنه کړې ده.

ده وویل:«موږ د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري د نړیوالې ټولنې د مرستو له درکه اندېښنه نه لرو، خو له ۲۰۱۴ وروسته قوي او واضح سیاسي ژمنې ته اړتیا لرو.»

د افغانستان د مالیې وزیر وویل چې هیواد به یې له ۲۰۱۴ وروسته د کال له پنځو تر شپږ ملیارد ډالرو مرستې ته اړتیا ولري.

د افغانستان په اړه د بون کنفرانس د راروان دسمبر په پنځمه نېټه پیل کېږي. په دې کنفرانس کې به د نوي هیوادونو او بېلابېلو نړیوالو ټولنو- موسسو استازي له افغانستان سره پر اوږدمهالو مرستو خبرې وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جاوید لودین د بون کنفرانس د افغانستان لپاره ډېر مهم وباله، ویې ویل، په دې کنفرانس کې به د افغانستان لپاره ډېر مهم نوي ګامونه واخیستل شي او په لړ کې به یې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال، نړیوالو مرستو او سیاسي ژمنو بحث وشي.

جاوید لودین دا هم وویل:« موږ ډېرې بریاوې ترلاسه کړي او دا یو فرصت دی چې د دغو بریاوو جاج واخیستل شي، په عین وخت کې دا یو فرصت دی د افغانستان په وړاندې پر پرتو ستونزو خبرې وشي.»

د یکشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر حامد کرزي افغان ځواکونو ته د شپږو ولایتونو په شمول د اتلس سیمو د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو دوهم پړاو اعلان کړ.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefw8x.jh8xwi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته