دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 33271
هند په درې کلونو کې په لسګونو زره افغان پوځیان روزي
هند د راکټونو، سپکو توپونو او حتي د پخواني شوروي ساخت ټي -۵۵ ټانکونو په شمول درنې وسلې هم افغان ځواکونو ته ورکړي.
هند غواړي چې په راتلونکو درو کلونو کې د افغانشستان د ملي اردو له شلو تر دېرش زرو پوري پرسونل او پنځه سوه صاحب منصبان وروزي.

تاند ته هندي سرچینو وویل چې د افغانستان او هند ترمنځ د اکتوبر په میاشت کې د ستراتیژیک تړون له مخې په پام کې ده چې هند د افغانستان ملي اردو ته سپکې وسلې؛ لکه د هند ساخت ۵.۵۶ ایم ایم توپکونه ورکړي.

سرچینو دا احتمال هم رد نه کړ چې هند د راکټونو، سپکو توپونو او حتي د پخواني شوروي ساخت ټي -۵۵ ټانکونو په شمول درنې وسلې هم افغان ځواکونو ته ورکړي.

هند په تېرو لسو کلونو کې له افغانستان سره د شاوخوا دوه زره ملیون ډالرو په ارزښت مرسته کړې. په دې مرسته په افغانستان کې په سلګونو کیلومتره مهم سړکونه، کلینیکونه، ښوونځي او نورې عام المنفعه پروژې جوړې شوي دي.

دا هیواد غواړي چې پر دغو مرستو سربېره د ایران له چاه بهاره د بامیان تر حاجي ګک کانه پوري د اورګاډي شاوخوا دیارلس سوه کیلومتره پټلۍ جوړه کړي.

د حاجي ګک د وسپنې د استخراج د داوطلبۍ قرارداد د دوشنبې په ورځ له هندي کنسورشیم او یوې کاناډايي کمپنۍ سره اعلان شو.

د دې تړون پر اساس د حاجي ګک د وسپنې په څلورو کې درې برخې به هندیان او یوه برخه کاناډایان استخراجوي خو هندي کنسورشیم به په افغانستان کې د پولادو د ویلي کولو پر فابریکې، سړکونو، پټلیو او نورو تاسیساتو شپږملیارد ډالره پانګونه وکړي.

د دې پروژې له برکته به له یوې خوا په افغانستان کې په ملیاردونو ډالره پانګونه وشي او له بلې خوا به زرګونو افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.

هند نه غواړي چې افغانستان بیا د طالبانو په وسیله پاکستان ته په لاس ورشي چې د الوتکو د تښتولو په وسیله له هنده د بندي ترهګرو د خلاصون هڅه وکړي او له بل پلوه په افغانسنتان کې د هند پرضد کشمیري ترهګر وروزي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfx0s.yt0s56bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته