کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیکا:د طالبانو سیمه ایز قومندانان وژل شوي

افغان غږ آژانس(آوا) , 10 قوس 1390 ساعت 11:59

دا قومندانان په هغو عملیاتو کې وژل شوي، چې د دې ولایت مرکز شرنې په شاوخوا سیمو کې شوي.


د پکتیکا محلي چارواکي وایي، چې تیره شپه افغان ځواکونو د طالبانو دوه سیمه ایز قومندانان وژلي او اته نور وسله وال یي نیولي دي.

د پکتیکا والي محب اله صمیم ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا قومندانان په هغو عملیاتو کې وژل شوي، چې د دې ولایت مرکز شرنې په شاوخوا سیمو کې شوي.

ده وویل چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمیر درنې او سپکې وسلې او اته موټر سایکلونه هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

خو د وسله والو مخالفینو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کوي چې د دوی کسانو په درمل ولسوالی کې د افغان او ناټو ځواکونو په ګډه قرارګاه لس توغندي ویشتلي چې مرګ ژوبله یې هم درلوده.

خو د پکتیکا والي بیا دغه ادعا ردوي


د مطلب کود: 33335

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/33335/پکتیکا-د-طالبانو-سیمه-ایز-قومندانان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com