دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ عقرب ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 333993
په غور کې ۷۴۴ اړمنو کورنیو ته نغدي پیسې وویشل شوې
د طبیعي پیښو سره د چمتووالي ملي اداره وايي چې د ادارې او نړیوال اسلامي خیریه سازمان ترمنځ د تفاهم لیک د لاسلیک پر بنسټ به د غور ولایت په تیواره ولسوالۍ کې ۷۴۴ اړمنو کورنیو ته نغدي پیسې وویشل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د طبیعي پیښو سره د چمتووالي ملي ادارې مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د ادارې عمومي رییس ملا نورالدین ترابي د نړیوال اسلامي خیریه سازمان (IRW) له مشر محمد ذوالقرنین عباس سره په یوه غونډه کې د نږدې ۱۹۵۰۰۰ ډالرو په ارزښت د تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د طبیعي پیښو سره د چمتووالي ملي اداره وايي چې د تفاهم لیک له مخې به د غور ولایت په تیواره ولسوالۍ کې ۷۴۴ اړمنو کورنیو ته نغدي پیسې وویشل شي.

د یادونې وړ ده چې د سړې هوا په راتګ سره به په هیواد کې د اړمنو کورنیو ستونزې زیاتې شي.
https://avapress.net/vdcf1mdmmw6dm1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته