افغان غږ خبری آژانس - کابل: د زندانونو د چارو ریاست په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وايي چې په دې کنفرانس کې ګډونوال به د زندانونو د اصلاحاتو، د بندیانو د زده کړې او روزنې او د زندان د کارمندانو د مسلکي ودې په اړه خپل نظرونه او تجربې شریکې کړي.
مولوي محمد یوسف مستري وویل چې دا ډول نړیوال کنفرانسونه د تجربو د تبادلې او د عصري اصلاحاتو میتودونو زده کولو لپاره ښه فرصت برابروي، ترڅو د هیواد د زندانونو د اصلاحاتو او ښه والي په برخه کې ډیر اغیزمن بدلونونه راوستل شي.
د یادونې وړ ده چې دا کنفرانس، چې د ۸۵ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو پکې ګډون کړی و، د اکتوبر په ۲۶مه پیل شو او د روان کال د اکتوبر تر ۳۱مې پورې به دوام وکړي.