افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې په دریم پړاو کې یې د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې ۳۰۰ هغو ښځو ته چې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ وې ۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ویشلې ده چې هرې کورنۍ ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به هم ورته مرستې دغو کورنیو ته وویشل شي.