دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ عقرب ۱۴۰۴ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 334049
د زاهد رشید لوبډلې د غور ولایت د فوټسال لیګ اتلولي وګټله
د فوټسال سیالۍ څه موده وړاندې د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د فوټبال فدراسیون او د دې ولایت د فزیکي زده کړې او سپورت ریاست په همکارۍ پیل شوې او د زاهد رشید لوبډلې د اتلولۍ په ګټلو سره پای ته ورسېدې.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د غور ولایتي فوټبال فدراسیون مشر جان محمد حیدري له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل چې دا سیالۍ دوه اونۍ وړاندې د ۱۲ لوبډلو په ګډون ترسره شوې وې او د زاهد رشید لوبډلې اتلولي وګټله او د سعیدي لوبډله دوهم مقام ترلاسه کړ.

هغه زیاته کړه چې د سعیدي لوبډلې عبدالظاهر یوسفي ۱۹ ګولونه ووهل او د سیالۍ غوره ګول وهونکی شو، پداسې حال کې چې د زاهد رشید لوبډلې غړی فضل الدین غوره لوبغاړی او د سعیدي لوبډلې غړی ابراهیم د سیالۍ غوره ګول ساتونکی ونومول شو.

حیدري وویل چې د دې سیالۍ د ترسره کولو موخه په غور ولایت کې د فوټسال سپورت وده او پرمختګ دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د فوټسال سوپر لیګ سیالۍ په غور ولایت کې د لسو ټیمونو ترمنځ پیل شوې وې.
https://avapress.net/vdci55ap3t1apu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته