افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د جوزجان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسؤل ذبیح الله خیراندیش،
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د دې سوداګریز مرکز بنسټ د والي او د دولتي ادارو د چارواکو په حضور کې کېښودل شو او ځمکه یې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ملکیت دی. هغه زیاته کړه چې د دې مرکز فعالیت به سیمه ایز اقتصاد او سوداګرۍ ته وده او پراختیا ورکړي.
په ورته وخت کې، په مراسمو کې یو شمیر ویناوالو ټینګار وکړ چې د دې مرکز د جوړولو پروژه به د شبرغان ښار انځور او بڼه ښه کړي او سلګونو خلکو ته به د کار زمینه برابره کړي، او چارواکي باید د داسې پروژو د پلي کولو لپاره ډیرې هڅې وکړي.
د شبرغان ښار یو شمیر اوسیدونکو د دې سوداګریز مرکز د جوړولو هرکلی وکړ او ویې ویل چې د داسې پلانونو پلي کول به خلکو او حکومت ته اقتصادي وده ورکړي، او له سوداګرو یې وغوښتل چې د ښاري زیربناوو د جوړولو او په هیواد کې د پانګونې پروسې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.