افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (پنجشنبه، د عقرب 8مه) اعلان وکړ چې په پاکستان کې بندیان ۳۰۵ افغان کډوال خوشې شوي او خپل هیواد ته راستانه شوي دي.
د کندهار ولایت د سپین بولدک د کډوالو د لیږد ریاست د معلوماتو له مخې، دا کسان د پاکستان په بیلابیلو برخو کې نیول شوي او د دوی زندان د یوې ورځې څخه تر دوو میاشتو پورې دوام وکړ.
خوشې شوي کسان د نوم لیکنې او د ملګرو سازمانونو څخه د بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو او استوګنځایونو ته لیږدول شوي دي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ټینګار کړی چې د بندیانو د وضعیت تعقیب او د هغوی ملاتړ د دې وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.
د کډوالو د لېږد او راستنېدو پروسه د نړیوالو او سیمه ییزو ادارو په همکارۍ ترسره شوې، او راستنیدونکو ته اساسي خدمات، په شمول د خوړو، جامو او طبي مرستو، چمتو شوي دي.