افغان غږ خبری آژانس - هرات: د فراه ولایت د روغتیا رییس مولوي شیخ میر صدام د کمپاین په پیل کې وویل چې د شپږو میاشتو څخه تر لسو کلونو پورې عمر لرونکي له ۳۸۴۰۰۰ څخه ډیر ماشومان به د شري په وړاندې واکسین شي.
هغه زیاته کړه چې په کمپاین کې ۳۳۴ کاري ټیمونه کار کوي، چې شاوخوا ۱۰۰۰ رضاکاران، ۷۹ څارونکي او ۲۳ همغږي کوونکي پکې شامل دي.
د فراه د عامې روغتیا رییس له اړوندو چارواکو او ځایی اوسیدونکو څخه وغوښتل چې د پروګرام په پلي کولو کې د روغتیا ټیمونو سره همکاري وکړي.
له بلې خوا، د فراه ولایت د والي ویاند او استازی مولوي عبدالمالک اسامه په ټولو سیمو کې د واکسیناسیون په پلي کولو ټینګار وکړ، د عامې روغتیا ریاست چارواکو، رضاکار ټیمونو او بشپړ امنیت ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت ټول چارواکي د ساري او غیر ساري ناروغیو د له منځه وړلو لپاره هڅې کوي.
په ورته وخت کې، د پنجشنبې په ورځ په هرات ولایت کې د والي او روغتیا چارواکو په شتون کې د شري واکسیناسیون ملي کمپاین پیل شو. د شري واکسیناسیون کمپاین د پرانیستې په مراسمو کې، د هرات والي شیخ نور احمد اسلامجر د کمپاین په اغیزمن تطبیق ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې سیمه ییزې ادارې او اړوندو ادارو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
کمپاین به د چهارشنبې په ورځ پیل شي او په فراه او هرات ولایتونو کې به له یو ځای څخه بل ځای او له جومات څخه بل جومات ته پلي شي.