د هغه په وینا، لوبغاړو د ۸۰۰ مترو په واټن کې سیالي وکړه، او په پایله کې، منصور لومړی مقام، ګل محمد دوهم مقام او فتح الله دریم مقام ترلاسه کړ.
حیدري وویل چې د دې سیالۍ د ترسره کولو موخه د چهار سده ولسوالۍ په ټاکل شوي ټیم کې د انتخاب لپاره د غوره لوبغاړو پیژندل وو.
دا په داسې حال کې ده چې د غور ولایت لوبغاړو مخکې د ملي ټیم اتلیټکس سیالیو کې برخه اخیستې وه، او دوه یې د ملي ټیم لپاره د وړتیا ترلاسه کولو کې بریالي شوي دي.