افغان غږ خبری آژانس - هرات: د فراه د عدليي رئیس، د کور، اپارتمان او بلاک کرایې د څارنې، کنټرول او مخنیوي کمیټې غړو سره یوځای، د املاکو د لارښوني دفترونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د دې لیدنې په جریان کې، د املاکو د لارښوني دفتر چارواکو ته یادونه وشوه چې د کور کرایه باید د ۱۴۰۳ په پرتله له لسو سلنې څخه زیاته نه شي. د کرایې قراردادونو په پای ته رسولو کې د عدالت په رعایت او له اړمنو کورنیو سره د همکارۍ ټینګار هم وشو.
پدې پروسه کې، د املاکو د لارښونی دفترونو دوه د سرغړونو لپاره وڅیړل شول او دوی ته اړین لارښوونې ورکړل شوې.
ویل کیږي چې سږ کال، هیواد ته د ډیرو کډوالو د راستنیدو وروسته، په فراه کې د کورونو د کرایې بیه د پام وړ لوړه شوې ده، چې د ښاریانو نارضایتي یې راپارولې ده.